د سعودي عربستان حکومت تائید کړې چې له ایران سره یې مخامخ خبرې کړي دي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې د څانګې مشر راید کریمليویلي چې د خبرو هدف په سیمه کې د جنجال کمېدل دي. د سعودي دې چارواکي د خبرو ...
Read More »Monthly Archives: مې 2021
خلیلزاد: که طالبان سوله و نه کړي، له جمهوریت غوښتونکو نه به ملاتړ وکړو
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که طالب وسله وال سوله و نه کړي له جمهوریت غوښتونکو نه به ملاتړ وکړو. زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه ...
Read More »ستانکزی: طالبانو د افغانانو د غوښتنو پر خلاف لا زیاتو وژنو ته اوږه ورکړې
د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې وسلهوالو طالبانو د روژې په رارسېدو سره نه یوازې د سولې هڅې ګړندۍ نه کړې، بلکې افغانوژنې ته یې دوام ورکړی. ستانکزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،، طالبانو د افغانوژنې لړۍ داسې مهال جاري ساتلې، چې له افغانستانه د بهرنیو ...
Read More »چلسي لوبډله د اروپا د اتلانو جام پایلوبې ته ووته
د انګستان د چلسي د فوتبال ټیم خپل هسپانوي رقیب ریال مادرېد ته ماته ورکړه او د اروپا د اتلانو جام پای لوبې ته ووت لوبه تیره شپه په لندن کې ترسره شوه او چلسي دوه د صفر په مقابل کې ریال مادرېد ته ماتې ورکړه. تېره اوونۍ دواړو ټیمونو ...
Read More »وروستیو سیلابونو په افغانستان کې څه باندې ۵۰ کسان مړه کړي
د طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت چارواکي وایي، د افغانستان د ۱۲ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ژوبل شوي دي. د طبیعي پېښو ته د ...
Read More »پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې د ۲ اونیو لپاره بندې کړې
پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره پر کرښه د تګ لارې د دوو اونیو په مخه بندې کړي دي. پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د چهارشنبې له مازدېګره یې د کرونا وبا د خپرېدو له امله سرحدي دروازې تړلي دي. پاکستان خپلو خلکو ته هم له افغانستانه د ...
Read More »امریکا او برېتانیا؛د طالبانو لخوا د رسنیو ګواښل په کلکو ټکو غندلي
امریکا او برېټانیا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي اوس غواړي رسنۍ چوپ کړي او له بېلو لارو یې د دوی د چوپ کولو هڅه کړې ده. دغه دواړو هېوادونو د وسله والو طالبانو دغه عمل په کلکو ...
Read More »جو بایډن د مهاجرو د منلو کلنۍ اندازه څلور چنده کړه
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په روان ۲۰۲۱ کال کې په امریکا کې د پناه غوښتونکو د منلو کچه څلور چنده کړه. ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ مۍ درېیمه (غویي ۱۳) وویل: “زه په امریکا کې د پناه غوښتونکو د منلو حد اکثر کلنۍ ونډه د ...
Read More »هند او اروپايي ټولنې؛ په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې
هند او اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بېړني او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده. هندوستان او اروپایي ټولنې په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړو له امله رامنځ ته شوی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او د هېڅ لوري په ګټه ...
Read More »ټویټر د پېژندل شوې اداکارې کنګنا رناوت اکاونټ بند کړی
د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې ټویټر د بالي ووډ فلمونو مشهورې او لانجمنې اداکارې کنګنا رناوت اکاونټ د تل لپاره بند کړی دی. که څه هم ټویټر په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو کنګنا رناوت د بالي ووډ هغه اداکاره ده، چې په ټویټر کې ...
Read More »