ټاکل شوې نن شنبه د ډیسمبر پنځمه (لېنډۍ ۱۵) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا لومړۍ غونډه جوړه شې، په دې غونډه کې به د ولسمشرغني ترڅنګ د یادې شورا ټول غړي او د هېواد جهادي مشران هم شامل وي. نن شنبه د په ارګ ...
Read More »Yearly Archives: 2020
پاکستاني پوځیانو نهه تنه بلوڅان برمته کړي
د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، پاکستاني پوځیانو د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د بلوڅو پر ضد عمليات کړي دي او په دغو عملياتو کې يې د دوو ښځو او ماشومانو په ګډون، له کليو څخه نهه تنه برمته او تري تم کړي دي. دوی ویلي، پوځ د پنجګور، د ...
Read More »د افغانستان لومړنۍ ښځینه جنراله او د روغتیا پخوانۍ وزیره مړه شوه
د افغانستان لومړنۍ ښځینه جنراله او پخوانۍ دعامې روغتیا وزیره سهیلا صدیق د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د جمعې په ورځ د ډیسمبر ۴ ( لېنډۍ ۱۴ ) مړه شوه. سهیلا صدیق له نږدې شپږو کلونو راهیسې د هېرې یا الزایمر ...
Read More »افغان ولسمشر: نړیوال دې د کرونا د واکسین تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع ځانګړې غونډې ته د ویډیویي کنفرانس له لارې وویل، نړیوال دې د کرونا د واکسین تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي. ولسمشرغني پرون د پنجشنبې په ماښام ډیسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ځانګړې غونډه کې ...
Read More »روسیه کې یو تن د ۲۶ ښځو د وژلو په تور ونیول شو
د روسیې امنیتي چارواکي وايي هغه کس یې نیولی چې د ۲۶ زړو ښځو په وژلو او د هغوي څخه په غلا کولو تورن دی. د روسیې پولیس وايي نیول شوی کس قلف جوړونکی دی. د روسیې امینتي چارواکي وايي قلف جوړونکی رادیک تاګیروف د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ...
Read More »په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمېر له یو لکو واوښت
د امریکا متحده ایالاتونو د رسنیو په حواله په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله په روغتونونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر له یو لک کسانو واوښت. راپورونه وايي چې دا په امریکا کې د یادې ناروغۍ له امله د بستر شویو یو نوی ریکارډ دی. د ...
Read More »امریکا: په افغانستان کې خپل ۲ پوځي اډې پریږدو
څه موده وړاندې د امریکا متحد ایالاتونه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته کوي، اوس تازه د امریکا چارواکو ویلي چې په افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ساتي. د بهرني رسنیو د راپورونو له مله مخې دا خبره د امریکا د پوځ ...
Read More »دفاع وزارت: په کندهار کې ۸۵ طالبان ووژل شول
د افغانستان دفاع وزارت نن ( پنج شنبه د لیندۍ ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د ژیړۍ, ډنډ او معروف ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل. چارواکي وايي د امنیتي ځواکونو په دفاع کولو سره د هوايي ځواکونو ...
Read More »ننګرهار؛ له کلونو وروسته د پچیر اګام ولسوالۍ له لارې تورې بوړې ته لاره پرانیستل شوه
د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو له لارې د تورې بوړې لاره چې له کلونو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، د خلکو ستونزو د حل په موخه د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په امر پرانیستل شوه او خلکو عملاٌ د توکو لیږد پیل کړ. د ننګرهار والي ضیاالحق ...
Read More »کنړ کې ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی
کنړ د اسعداباد مرکزي روغتون ډاکټرانو او کاروکوونکي يې کاري اعتصاب کړی دی. د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکي وايې دوی د معاشونو د کموالي له امله کاري اعتصاب کړی دی. ډاکټرانو او په روغتون کې کارکوونکي وايي تر هغه به يې کاري اعصاب دوام کوي تر کومه ...
Read More »