امریکا یو ځل بیا ویلي چې ایران به هیڅکله د اټومي وسلو څښتن نه شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ولري. نوموړي ...
Read More »Monthly Archives: سپتمبر 2020
کابل بازانو مس عینک ته په پای لوبه کې ماته ورکړه
کابل بازانو په د ۹ منډو په توپير مس عينک اتلانو ته ماته ورکړه. د شپږېزې کريکټ لېګ پايلوبه په کابل کې د نندارچيانو په شتون کې خورا په جم جوش ترسره سوه. د لوبې پچه مس عينک وګټله او کابل بازانو ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. کابل په ...
Read More »د دفاع وزیر:د سولې د خبرو ملاتړی یم، خو جګړې ته هم بشپړ تیاری لرو
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي د سولې له خبرو سره هممهاله د خونړیو جګړو دوام د منلو وړ نه دی. نوموړي نن پنجشنبې د سپتمبر۱۷( وږي۲۷) په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل دی هیله لري چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو ...
Read More »یوناما په افغانستان کې خپل ماموریت د یوه کال لپاره نور هم تمدید کړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما ماموریت په دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۵ مې د یو کال لپاره نور هم وغځول شو. یاده پرېکړه پرون سې شنبه سپټمبر۱۵ د (وږي۲۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې شوې ...
Read More »په لغمان کې د پشه ئي ژبې ورځ ولمانځل شوه
په لغمان کې د پشه ئي ژبې ورځ د يوې لوی غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه. یاده غونډه دافغانستان دپشه ئي ځوانانومتحدی ټولنی لخوا پرون چهارشنبه د وږي ۲۶ نیول شوې وه. ياده غونډه کې لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، دلغمان د لیوا قمندان زلمی نبرد د ملی ...
Read More »د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته تللی
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اتمر به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، ددغه هېواد له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او ...
Read More »ډاکټر نعیم:مذاکراتو لپاره اجنډا لرو چې په هغه کې د راتلونکې نظام جوړښت هم شامل دی
د طالبانو مذاکراتي ټیم وایي چې د حکومت پر جوړښت یې بحثونه په اجنډا کې شامل دي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له طلوع نیوز سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې ...
Read More »کنوال سیبل:که طالبان په زور واک ته ورسېږي پر سیمه به منفي اغیز وکړي
یوه پخواني هندي ديپلومات کنوال سیبل ویلي هند په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا او دغه راز د پاکستان له اقداماتو اندېښنه لري. دده په خبره طالبان د پاکستان تر اغېز لاندې دي او د پاکستان او هند ترمنځ کشمکش به د اسلام اباد له لوري د هند پر ...
Read More »ولسمشرۍ ماڼۍ:سي بي ایس سره د طالبانو خبرې ناهیلي کوونکې دي
له سي بي ایس نیوز سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو وروستۍ خبرې د سولې روحیې خلاف بللې دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو دا خبرې چې غواړي د افغان ځواکونو مسوولیت پر غاړه واخلي، د سولې روحیې خلاف دي. هغه زیاته کړې، د طالبانو ...
Read More »خلیلزاد له جای شنکراو اجیت دووال سره د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحثونه کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په لړ کې پرون له پاکستانه هند ته تللی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، زلمي خلیلزاد تېره ورځ ناوخته دغه هیواد ته سفر کړی او د ...
Read More »