د ازادو سیالیو ”سوک وهنې“ افغان اتل نصرت حقپرست خپل امریکایي سیال ته د UFC سیالیو پۀ لړ کې ماتې ورکړه.
دغه سیالي پرون د امریکا په لاس ویګاس ایالت کې ترسره شوې چې په درېیواړو میدانونو کې یې خپل سیال الیکس مونوز ته ماتې ورکړه.
د سیر بهادر وروسته نصرت حقپرست دوهم افغان ازاد سوک وهونکی دی چې د افغانستان تر بیرغ لاندې سیالۍ کوي.
ویل کیږي چې د نصرت حقپرست دولسمه ازاده سیالي ده چې ګټي یې.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي حقپرست تر دې مخکې څلور ځلې د UFC په میدان کې سیالۍ کړي چې د فرانسې تیبات، د انګلستان مارک دیکیسي، د برازیل سیلوای ته یې ماتې ورکړې خو یوځل یې د پولنډي مارسین هیلد څخه بایللې ده.