راپورونه وايي د عراق او سعودي عربستان چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ تړل شوې پوله ۳۰ کاله وروسته د تګ راتګ په موخه پرانیسته.
د عر عر پوله د عراق او سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارتونو جیګپوړو چارواکو پرانیسته.
ویل کېږي چې یاده پوله په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم پراخه شوې.
د راپورونو له مخې سعودي عربستان وروسته له هغې نه د عر عر پوله وتړله کله چې د عراق پخواني دیکتاتور صدام حسین په کویټ یرغل وکړ.
رسنۍ وايي د عراق اوسنی صدراعظم مصطفی الخادمي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره نږدې ملګرتیا لري.
د معلوماتو له مخې دواړه هېوادونه هڅه کوي څو یوه بله سرحدي لاره هم پرانیزي چې د الجمیما په نامه یادیږي، یاده لاره د عراق جنوبي برخه له سعودي عربستان سره نښلوي.