په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د بندښت ماتولو په اړه د غوښتنو په لړ کې، دا ځل د نړۍ ۲۷ هېوادونو د يوې ګډې اعلاميې خپرولو له لارې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي بېرته پرانيزي او په دې توګه د دوی پر زدهکړو لګولي بنديزونه لرې کړي.
په دې هېوادونو کې چې استازو يې ياده اعلاميه لاسليک کړې کاناډا، برېتانيه، قطر، بلجيم، اسټراليا، بنګلهدېش، امريکا، چاډ، هنګري، فرانسه، جرمني، يونان، عربي امارات، ترکمنستان، سينټ وينسنټ او ګريناډين، اندونيزيا، لبنان، اېتاليا، ايرلنډ، جاپان، لاتويا، سلوانيا، ناروې، پولنډ، سرېلانکا ترکيه او سوېډن هېوادونه هم شامل دي.

دوی په خپله اعلاميه کې په افغانستان کې د بشري حقونو له ډلې يې د ښځو او نجونو اساسي ازاديو ته پر نه درناوي او پر ښځو د لګول شويو بنديزونو له امله اندېښنه ښودلې ده.
دا اعلاميه چې بېګاه شپه د (تلې په ۲۷مه) خپره شوې په کې ويل شوي، چې ياد هېوادونه په افغانستان کې په زور د نجونو پرمخ د ښوونځيو د تړل کېدو شاهدان دي؛ ځکه د اعلاميې له مخې، ياد ښوونځي د افغانستان په ځينو سيمو کې د خلکو په غوښتنه پرانيستل شوي وو.

د ۲۷ هېوادونو دا اعلاميه زياتوي، چې د ښوونځيو د تړلو دوام په تړاو د افغانستان اوسني حکومت پرېکړه د دې هېواد د اکثريت وګړو هيلي او غوښتنې نه منعکسوي او په دې توګه افغانستان په نړۍ کې يوازينی هېواد دی، چې نجونې په کې له ثانوي زدهکړو بې برخې دي.
په اعلاميه کې دې شريکو هېوادونو خبرداری ورکړی، چې د نجونو د زدهکړو مخنيوی او محروميت کولی شي د افغانستان اقتصادي ودې او هوساينې پر وړاندې ننګونې ډېرې کړي.

دوی د تېر نړيوال اقتصادي فورم د موندنو پر بنسټ ويلي، د افغانستان په خصوصي او دولتي سکټور کې د ښځو پر کار بنديز په لنډه موده کې د افغانستان د ناخالص توليد کچه ۶سوه ميليون ډالر کمه کړې ده او دا چاره په خصوصي سکټور کې هم د ښځو د کار پر وړاندې خنډ شوې.
دې فورم ويلي، چې د ښځو پر کار د بنديز له دوام سره داسې اټکل کېږي، چې تر راتلونکي ۲۰۲۴ زېږديز کال پورې به افغانستان ته ۱.۵ مېليارد ډالر زيان يوازې له همدې لارې ور اوړي.