د هواپېژندنې ادارې یکشنبې او دوشنبې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت پرون (شنبې، د لړم ۱۹مه) پر خپله اېکسپاڼه د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکړی چې د لړم په ۲۰مه او ۲۱مه د سمنګان، مزارشریف، بغلان، کندز، تالقان او بدخشان په سیندیزو حوزو کې د بارانونو له امله د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په ګڼ شمېر ولایتونو کې خلکو ته د سېلابونو له امله ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.