Home » سیمه او نړی » یو پاکستانی د یوه امریکایي چارواکي پر ترور تورن شو

یو پاکستانی د یوه امریکایي چارواکي پر ترور تورن شو

امریکایي څاروانوالانو (چهارشنبې، د وږي ۲۱مه) ویلي چې یو پاکستانی اتباع، چې له ایران سره اړیکه لري، د سپاه‌پاسدران د قوماندان، قاسم سلیماني د غچ‌اخیستلو په خاطر په رسمي توګه د یو امریکا چارواکي د وژلو پر طرحې تورن شوی دی.

د امریکا عدلیې وزارت او څارنوالانو ویلي چې ۴۶ کلن اصف رضا مرچنټ د یو امریکایي سیاستوال یا د امریکایي حکومتي چارواکي د وژلو لپاره د یو قاتل د پيدا کولو په لټه کې و.

د امریکا لوی څارنوال، مریک گارلند ویلي: “ترهگزیر تورونه او په اصف مرچنټ پوری شوی تور دا ښيي چې موږ به له خلکو څخه حساب اخیستلو ته دوام ورکړو چې د امریکا پر ضد د ایران د مرګوني پلانونو په تعقیب کې دي.”

د بهرنیو عملیاتو پلانوونکی او د ایران د قدس پاسدارانو پخوانی قومندان «قاسم سلیماني» د ۲۰۲۰ د جنوري په ۳مه د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې لخوا د عراق بغداد هوایي ډګر ته نږدې ووژل شو.
ایراني چارواکو بیا بیا ګواښ کړی چې د قاسم سلیماني د وژلو غچ به اخلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...