Home » سیمه او نړی » یو شمېر هېوادونه: ایران دې اټومي هوکړې ته راستون شي

یو شمېر هېوادونه: ایران دې اټومي هوکړې ته راستون شي

د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې امریکا، جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو له ایرانه غوښتي چې د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي موافقې ته راستون شي.

دغو څلورو هېوادونو ویلي چې د ایران د دې خطرناک اقدام پر وړاندې چې خپلو اټمي بټیو ته د اټمي انرژۍ د څار د نړیوالې ادارې پر پلټنو محدودیت لګوي په یوه خوله دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له دې تړونه د خپل هېواد وتل اعلان کړل او پر ایران یې نور اضافي بندیزونه ولګول.

په هماغه وخت کې ټرمپ ویلي و چې د دې موافقې مواد هومره سخت نه دي چې په نتیجه کې به یې ایران د اټمي وسلې له جوړولو لاس اخېستو ته اړ شي.

راپورونه وايي د دې تړون نور امضا‌‌ء کوونکي هېوادونه له همغه راهیسې د دې تړون د خوندي کولو لپاره هڅه کوي.

 ایران هم د امریکا له وتلو وروسته د دې تړون له موادو په وار- وار سرغړونې کړې دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...