په بلاروس کې یو خبریال د دې هېوا ولسمشر الکساندر لوکاشېنکا ته د سپکاوي په تور په ۱۸ میاشتې بند محکوم شو.
د سیارها هارد زیویچ په اړه د محکمې پرونی (د زمري ۱۱مه) حکم پر رسنیو او د بشري حقونو پر فعالانو د بلاروس د رژیم د پراخو ځپونکو اقداماتو یوه برخه ده.
۵۰ کلن هاردزیویچ چې د پلازمېنې مېنسک په ۳۰۰ کیل ومترۍ کې د دراهیښین ښار اوسېدونکی دی، د شپاړلس سوه ۱۶۰۰ امریکايي ډالرو په نغدي جریمه هم محکوم شوی دی.
څارنوالانو ویلي دي چې دې خبریال د ټلیګرام شبکې د خبرو اترو په یوه ګروپ کې لوکاشینکا ته سپکاوی کړی دی.
د بشري حقونو مدافع ډلو سیارها هارد زیویچ سیاسي محبوس بللی او د ده پر وړاندې د لوکاشینکا د رژیم اقدام یې غندلی دی.