د کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یو تن ملي سوداګر د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو د عمومي قومندانۍ سرتېرو د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ځواکونو سره په ګډه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو سوداګر د تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.
ټکور زیاته کړې، چې حاجي سردار د عبدالستار زوی د مزار شریف د لومړۍ حوزې اړوند ګذر قبادان له سیمې څه باندې یوه میاشت وړاندې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شو او په مقابل کې له کورنۍ څخه یې درې سوه زره امریکايي ډالر غوښتل شوي وو،
د مجرمینو دا ډله د پولیسو د کشفي اورګانونو تر تعقیب وروسته وپېژندل شوه او بالآخره د یو لړ دقیقو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یاد سوداګر روغ رمټ وژغورل شو.
د پېښې دوه تنه عاملین هم لاس په لاس ونیول شول او قضیه تر څېړنې لاندې ده.