امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې ناصر احمد توحیدي ۲۷ کلن افغان تبعه په اوکلاهاما کې اوسیږي، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ (نومبر ۵) د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی دی.
اېن بي سي خبري چینل (سې شنبې، د تلې ۱۷مه) په خپل یو راپور کې لیکلي چې دغه افغان د فډرالي پولیسو (اېف بي ای) یوې سرچینې څخه د وسلو په اخیستو تورن شوی او په دغه ترهګریز پروګرام کې یو تنکی ځوان د هغه د همکار په توګه پېژندل شوی دی.
د اېف بي ای مشر، کریسټوفر ری ویلي: “دغه تورن چې د داعش لخوا هڅول شوی و، ظاهرا یې د ټاکنو په ورځ د امریکا په خاوره کې د تاوتریخوالي دسیسه جوړه کړې وه.”
هغه د دې دسیسې د رامنځته کېدو څخه مخکې د کشف او شنډولو په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ترهګرۍ مخنیوی لا هم د اېف بي ای له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
د راپورونو له مخې، ۲۷ کلن توحیدي د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې له افغانستان څخه له وتلو څو ورځې وروسته د کډوالۍ په ځانګړې ویزې امریکا ته سفر وکړ.
توحیدي په یوه مرکه کې چې له نیول کېدو وروسته یې کړې، پولیسو ته وویل چې دا وسلې یې د ټاکنو په ورځ د برید او پر غونډو د هدف ګرځولو لپاره اخیستې وې او تمه یې درلوده چې “شهید” شي.