د راپورونو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له هېواد څخه بهر ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
د کډوالو د نړیوال دفتر (IOM) د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۰ زره افغانان له خپل هېواد څخه وتلي دي.
دې ادارې ویلي چې د سپټمبر له لومړۍ څخه تر اوومې نېټې پورې ۵۰زره او ۶۳۹ کسان له افغانستان څخه پاکستان او ایران ته تللي دي. له دې ډلې شاوخوا ۳۰ زره کسان پاکستان ته تللي دي.
د IOM د معلوماتو له مخې، له ایران څخه تر۴۳زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې ۵۷ سلنه یې ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې دا هم ویلي چې د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو شمېر له ۲۸ زرو ډېر شوی دی.