Home » افغانستان » یونیسف څه باندې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه معاینه کړي

یونیسف څه باندې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه معاینه کړي

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې یې په افغانستان کې له یو میلیون څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه کړي دي.

یونیسف ټینګار کړی چې دا معاینې د هغو ماشومانو د پېژندلو لومړنی ګام دی، چې د خوارځواکۍ اړوندو ستونزو له خطر سره مخ دي.

د معلوماتو له مخې، د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د وروستي راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې ۳۴۳زره هغه ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي د افغانستان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

بخوا تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم اعلان کړی و چې په افغانستان کې دا مهال ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې څو ځله نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو خبرداری ورکړی دی

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...