Home » افغانستان » یونیسف په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت خبرداری ورکړی

یونیسف په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که په کابل کې له ځمکې لاندې د څښاک اوبو لپاره تدابیر ونه نیول شي ښایي تر ۲۰۳۰م کال پورې وچې شي.

یونیسف پرون(سه شنبې، د لړم۸مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتانبایوا دغه څرګندونې د کابل له بېلابېلو اوبو کمښت ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال کړې دي.

په خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د وچېدو لامل چټک ښاري کېدل او اقلیمي بدلون ښودل شوی دی.

ورته مهال په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین هم په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې، دا یې یو بشري ناروین یاد کړی او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

کابل ښاریان هم د ځمکې لاندې د اوبو سطحې کمښت اندېښمن کړي او ویل کېږي چې تر ځمکې لاندې د اوبو کموالی بحراني پړاو ته رسیدلی او له ا.ا یې د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...