په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په روان زېږدیز کال کې یې د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی دی.
یونیسف پر اېکس لیکلي چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو رسوونکي دغه شمېر کارکوونکي به میندو او ماشومانو ته خدمتونه ورسوي.
د ویلو ده چې یونیسف او یوشمېر نورو بنسټونو په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان د روغتیايي سکټور ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یونیسف تردې وړاندې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال په اوو میاشتو کې یې د ۲۴۰ روغتیايي مرکزونو له لارې ۱۸ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونه رسولي دي.