Home » افغانستان » یونیسف په افغانستان کې د ۱۹۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي

یونیسف په افغانستان کې د ۱۹۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په افغانستان کې به ۱۹۰ ښوونځي بیا ورغوي.

یونیسف د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۲مه اعلان کړی چې د دې کال په اوږدو کې به د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د بیارغونې چارې ترسره شي.

د دغه سازمان په وینا د دې ښوونځیو په بیارغونې سره به ۲۰۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

د اروپايي ټولنې استازي تر دې وړاندې په هېواد کې د ۴۰۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ښوونځي په محدوده توګه ډېر ابندایي امکانات لري او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...