Home » افغانستان » یونیسف: په افغانستان کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي دي

یونیسف: په افغانستان کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي.

یونیسف د دې ناروغۍ د زیاتوالي لامل سړه او ککړه هوا بولي او زیاتوي چې د دې ناروغۍ د ټولو پېښو ۶۲ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان جوړوي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې په یوه راپور کې دا هم ویلي، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د حاد ناروغۍ پېښې ۱۶ سلنه زیاتې شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال اته میلیونه تنفسي ناروغان روغتیايي مرکزونو ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي په اړه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د جنورۍ په میاشت کې په ټول هېواد کې د تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...