د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې د اروایي ناروغیو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا مهال نږدې ۴۰ سلنه ماشومان له اروایي ناروغیو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د دوشنبې په ورځ د جولای په اتمه (د چنګاښ۱۸ ) په یو راپور کې ویلي چې ۲۴ سلنه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، له سخت اضطراب سره مخ دي، چې په نورو هېوادونو کې د اوسط اضطراب په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
په راپور کې راغلي چې ۱۵سلنه ماشومان د ژور خپګان له ستونزو سره مخ دي.
یونیسف د کډوالو او د کورنیو د بې ځایه کېدو دوام، د بې وزلۍ د کچې لوړیدل او په افغانستان کې له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوي خطرونه د ماشومانو د رواني ستونزو اصلي عوامل یاد کړي دي.
ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او زده کړې پر دوام محدودیتونه د دې لامل شوي، چې ډېر ماشومان له ښې راتلونکې څخه ناهیلي کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي چې د رواني ناروغیو د اخته ماشومانو د مخنیوي او درملنې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دغه سازمان دا مهال په ټول افغانستان کې د هلکانو او نجونو لپاره د رواني درملنې ۷۵۰ مرکزونه جوړ کړي دي.
یونیسف زیاته کړې چې تېر کال یې په ټول افغانستان کې له شاوخوا څلور میلیونه ماشومانو سره د رواني درملنې په برخه کې مرسته کړې ده.