Home » افغانستان » یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، چې د ارزګان له روغتیایي مرکزونو سره یې د روغتیايي توکو مرسته کړې ده.

دغه بنسټ ویلي چې دا مرسته د ارزګان له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره شوې چې پکې طبي وسایل او درمل شامل دي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي چې د دې ۱۳۳ قلمه روغتیايي توکو مرستې ارزښت ۵۸۳ زره امریکايي ډالره کېږي، او په وینا یې چې له دې مرستې یې موخه په یاد ولایت کې د روغتیايي وضعیت ښه کېدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو سره د طبي توکو مرسته کړې وه او په دې برخه کې یې له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د کرنې وزارت په افغانستان کې د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالی خبر ورکړ

د کرنې اوبو لګونې او ...