Home » افغانستان » یونیسف: جاپان په افغانستان کې د واکسین د تطبیق لپاره ۶،۹ میلیونه ډالره مرسته کوي

یونیسف: جاپان په افغانستان کې د واکسین د تطبیق لپاره ۶،۹ میلیونه ډالره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د اړینو واکسینونو د تطبیق په برخه کې د جاپان هېواد د ۶،۹ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

یونیسف نن سې شنبې د ثور ۲۵ مه اعلان کړی چې د جاپان حکومت به په افغانستان کې د یونیسف د ژغورنې له عملیاتو سره د ۶،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت نورې مرستې وکړي.

دا مالي مرسته له یونیسیف سره په افغانستان کې د واکسین د خدمتونو او کمپاینونو تجهیزات برابروي.

د یونیسف په اعلامیه کې راغلي چې د جاپان په نوې مالي مرستې سره به ۴.۱ میلیونه ماشومان او ښځې د واکسین د خدمتونو د پلي کولو له لارې د شري، نري رنځ، پولیو، زېړ تبې او تیتانوس په ګډون د بېلابېلو ناروغیو په وړاندې منظم واکسین ترلاسه کړي او همدارنګه به ۴.۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ټینګار کړی چې په افغانستان کې لا هم د وژونکو او د مخنیوي وړ ناروغیو د اخته کېدو خطر ډېر دی او افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې تر اوسه پکې پولیو له منځه نه ده تللې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...