د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په یو نوي راپور کې د غزې د ماشومانو په اړه ویلي، هغه څه چې د غزې په تړانګه کې روان دي د ماشومانو پر وړاندې جګړه ده او غزه اوس د ماشومانو لپاره مناسب ځای نه دی.
د یونیسف ویاند، جیمز الډر، چې په غزه کې د جګړې له پیل نه تر اوسه دوه ځله غزې ته تللی، په یوه مرکه کې ویلي: “په غزه کې تر ټولو ډېر زیان ماشومان ویني او هغه پېښې چې هلته کېږې موږ یې د ماشومانو پر وړاندې جګړه بولو.”
نوموړی زیاتوي چې په ټولو جګړو او ننګونو کې ماشومان تر ټولو زیانمنه طبقه ده او شاوخوا ۲۰سلنه زیانونه په هغوی پورې اړوند دي، خو په غزه کې دغه حالت ۴۰سلنه دي؛ ځکه د جګړې له پیل نه تر اوسه له ۱۰ زرو زیات ماشومان وژل شوي او دا شمېر مخ پر زیاتېدو دي.
د یونسیف ویاند ټینګار کړی چې د غزې ماشومان د اروایي فشار لاندې دي او د دې ستونزې حللاره اوربند دی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د غزې په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې پر یاد ښار د اسراییلو بریدونه د ملکي خلکو د وژلو لامل کېږي.