د یونان حکومت تېره شنبه د جولای ۱۳ د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره د دې هیواد د مهاجرو په کمپونو کې د اګست میاشتې تر ۲مې نېټې پورې د ګرځېدا بندیز د تمدیولو اعلان وکړ. له تېرې مارچ میاشتې راهیسې دا شپږم ځل دی چې یوناني کمپونو کې ګرځېدا بندیز تمدیدېږي.
د یونان د کډوالۍ او د ښاریانو ساتنې وزارتونو د جولای پر ۱۳ وویل چې په دې هیواد کې د کورونا ویروس پېښو په زیاتېدو سره د مهاجرو په کمپونو کې ګرځبندیز د راتلونکې اګست میاشت تر ۲مې نېټې پورې تمدیدوي.
د یونان د کډوالۍ وزارت ویلي چې دا اقدام یې د «کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره» کړی دی.
د دې پرېکړې له مخې مهاجر یوازې د سهار له ۷ د ماښام تر ۹ بجو پورې له کمپونو څخه د وتلو اجازه لري. خو باید شمېر له لس نه کم وي او په یو ساعت یوازې ۱۵۰ کسان له کمپه وتلی شي.
یونان کې د کورونا ویروس وبا له پیل راهیسې د مړو شمېر ۱۹۴ کسانو ته رسېږي. خو تر دې دمه د یونان د مهاجرو په کمپونو کې د کورونا ویروس له امله د مړینې پېښه ثبت شوې نه ده.
په همدې حال د بشري حقونو مدافع بنسټونه د یونان دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خپل سایټ کې لیکلي چې د کورونا په پلمه پر مهاجرو لګول شويو تدابیرو پر کډوالو ناوړه اغېز کړی ځکه چې کمپونو کې دوی په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

همدا رنګه د ګرځبندیز له پیل راهیسې خیریه سازمانونه نور نه شي کولی چې د کمپونو پر اوسېدونکو کالي او نور ضروري شیان ووېشي.
یاد سازمان زیاته کړې چې که څه هم یوناني اوسېدونکي او سیلانیان عادي ژوند ته ستانه شوي، خو حکومت د مهاجرو او پناه غوښتونکو پر وړاندې تبعیضي چلند کوي.
دغه نړیوال سازمان له یونان حکومت څخه غوښتي چې یوناني ټاپوګانو کې باید ګرځبندیز پای ته ورسوي.