Home » سیمه او نړی » یونان پولو ته نیږدې د دوه بېړیو اوښتلو په پایله کې ۵ تنه مړه شوي

یونان پولو ته نیږدې د دوه بېړیو اوښتلو په پایله کې ۵ تنه مړه شوي

د یونان چارواکي وايي، د دوی پولې ته د ورتلونکو کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه په کې مړه شوي دي.

د یونان د سمندر غاړې ساتونکو ویلي، چې دا پیښې پرون دوشنبه شوي او دوی ترې لسګونه کډوال ژغورلي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا بېړۍ د ترکیې له خوا یونان ته روانې وې.

تراوسه د مړو شویو کسانو هویت معلوم شوی نه دی.

یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ناقانونه کډوالو لپاره اروپا ته د تګ تر ټولو مهمه لاره ده او وخت نا وخت پر دغې لاره دا ډول مرګونې پیښې رامنځته کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...