Home » افغانستان » یوناما په هرات کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی

یوناما په هرات کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په هرات ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی.

یوناما نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه سازمان په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د تېرې شپې هغه برید غندي چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون اووه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي: “د دغه برید د عاملینو د سمدستي پېژندنې او د افغانستان د شیعه ټولنې امنیتي خوندیتوب ته اړتیا ده.”

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي چې تېره شپه شاخوا ۹ بجې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ښارګوټي کې ناپېژانده وسله‌وال په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې له امله یې اووه کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...