Home » افغانستان » یوناما: طالبانو خبر راکړ چې افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي

یوناما: طالبانو خبر راکړ چې افغانستان کې په ملګرو ملتونو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې طالب مقاماتو خبر ورکړی دی چې هېڅ یوې ښځې ته اجازه نشته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او دا پرېکړه به عملي کېږي.

یوناما پرون چهارشنبه اپریل پنځمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې کې د سرپرست حکومت دا پرېکړه په کلکه غندلې ده او په غبرګون کې یې خپلو ټولو افغان کارکوونکیو [ښځې او نارینه] ته ویلي دي چې تر امر ثانې پورې دې کارونو ته نه ځي.

د یوناما په اعلامیې کې ویل شوي دي: «د نړیوال قانون په اساس دا بندیز غیر قانوني دی او ملګرو ملتونو ته د منلو نه دی.»

یوناما ټیک یوه ورځ له هغې وروسته داعلامیه خپره کړه چې سرپرست حکومت یې په ننګرهار کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنکړه. یوناما وايي د طالبانو دا پرېکړه په حکومتي او نا حکومتي ادارو کې د ښځو په کار باندې د بندیز د پرېکړې تمدید دی.

اعلامیه زیاتوي: «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اوتنبایوا د طالبانو له لوړ پوړیو واکمانو سره اخته ده چې د دغه سازمان اعتراض ورته رسوي او ترې وغواړي چې دا پرېکړه دې ژر تر ژره بېرته واخلي.»

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...