په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ “یوناما” پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو ته دوام ورکړی.
یوناما وايي په هغو کورنیو نادولتي مؤسسو کې هم د اوسنیو چارواکو د مداخلې بېلګې ثبت شوې چې ښځې یې رهبري کوي.
د یوناما دا رپوټ د روان ۲۰۲۳ کال د مې او جون میاشتو د پېښو ثبتونې خپرې کړې دي.
دا رپوټ تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونو او محدودیتونو لګېدو ته ځانګړی شوی دی.
دغه رپوټ وايي، یوناما د سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو په بندخونو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستې د ادعاګانو په اړه د چټکو تحقیقاتو ترسره کېدو په اړه له طالب چارواکو سره په تعامل کې دي، خو وروسته ثابته شوه چې دغه ادعاوې بېبنسټه وې.
د یوناما د شمېرو له مخې، د تېر جون میاشتې تر پایه د هېواد په ټولو بندخونو کې د بندیانو شمېر کابو ۱۵۰۰۰ تنو ته رسېدلی و، چې د ۲۰۲۲ کال له مې میاشتې راهیسې ۱۰۰۰۰ نور بندیان ور زیات شوي دي.
یوناما وايي، د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم طالبانو د ښځینه کارمنانو سخت محدودیتونه جاري ساتلي چې دې کار د دوی پر کار اغېز کړی او ډېری نارینه او ښځینه کارمنان یې له کورونو کار کولو ته اړایستلي دي.
د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو غږ هم شوی.
رپوټ کاږي، دوی وړاندې د روان کال د مې میاشتې پر ۲۷مه افغانستان کې پر ملکي وګړو د چاودېدونکو توکو د اغېز په تړاو یو رپوټ خپور کړی و چې د ۲۰۲۱ له مې میاشتې د ۲۰۲۳ د مې تر ۳۰ پورې نېټې پکې ثبت شوې وې.
دوی وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راپدېخوا کله چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د وسله والو شخړو له کبله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه کې ستر کمښت راغلی.