په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د امنیت شورا له غړو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د هغو سیاستونو په ضد متحد واوسي، کوم چې افغانان له خپلو بشري حقونو لېرې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په افغان نجونو او ښځو د دې په ټکو د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د ظالمانه سرغړونو پر وړاندې د امنیت شورا په متحده کېدو ټینګار کړی.
مېرمن اوتنبایوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا غړي باید د هغه سیاست په خلاف متحد ووسي، کوم چې افغانان په ځانګړي ډول نجونې او ښځې له خپلو بشري او بنسټیزو حقونو لېرې کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د بندو دروازو تر شا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار په اړه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په غوڅ اکثریت له طالبانو وغوښتل چې په نجونو او ښځو لګېدلي ظالمانه بندیزونه لیرې کړي.
دې اعلامیې ته د امنیت شورا دایمي غړو د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې او دوره یي غړو البانیا، برازیل، اکوادور، ګابن، مالتا، سویس، متحده عربي اماراتو او جاپان مثبتې رایې ورکړې.
خو د امنیت شورا دوو دایمي غړو روسیې او چین او دوو دورهیي غړو موزمبیق او ګانا منفي رایې ورکړې.