ملګرو ملتونو په افغانستان کې له ښځو سره د مشورو په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، چې افغان مېرمنې لا هم د محرومیت احساس کوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دوی او «حاکمو چارواکو» تر منځ د ناستې زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن (چهارشنبه، د جولای ۲۴مه) «په ټول افغانستان کې له ښځو سره مشورې» راپور خپور کړ.
د یوناما په دغه راپور کې راغلي، چې د دغه سازمان د ښځو څانګې او د کډوالو نړیوال سازمان د اپریل له ۱۷ او ۲۹ ترمنځ د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې له ۸۸۸ ښځو سره انلاین او مخامخ مرکې کړي دي.
د دغه راپور له مخې، له دغو موسسو سره په خبرو کې ۵۹ سلنه ښځو ویلي چې د افغانستان په اړه په ټولو پرېکړو کې باید ښځې ۵۰ سلنه ونډه ولري.
دغه راز ۶۴ سلنه څېړل شویو مېرمنو ویلي چې له نارینه پرته له کور څخه د وتلو پر مهال د خوندیتوب احساس نه کوي او ۵۰ سلنه یې ویلي چې د کورنۍ له نارینه غړي سره له کورڅخه د وتلو پر مهال د خوندیتوب احساس کوي.
په دې راپور کې څېړل شویو مېرمنو ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید یو داسې مېکانیزم جوړ کړي چې له مخې یې ښځې د افغانستان د راتلونکي په اړه د پرېکړو او خبرو واک ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د دوحې د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې، چې د ملګرو ملتونو په نوښت جوړه شوې وه، د هېواد ښځو پکې ګډون نه درلود.