Home » افغانستان » یوناما:افغان میرمنې عدالت ته لاسرسی نه لري
رویداد خبري آژانس

یوناما:افغان میرمنې عدالت ته لاسرسی نه لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغان میرمنې او نجونې عدالت ته د لاسرسی نه لري او په وینا یې په دې برخه کې پاتې راغلي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما پرون دوشنبې د ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۷) د «ښځو او نجونو په وړاندې د تاو تریخوالي جرمونو لپاره د عدالت په لټه کې» نوم راپور خپور کړ. په راپور کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالیو قضیو ته د قضایي سیسټم رسیدګۍ کې ښووالی راغلی، خو پرمختګ محدود دی.

دغه راپور چې د ۲۰۱۸ له سپټمبر څخه بیا د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې قضیې یې څېړلي په کې راغلي چې په دغه موده کې یوازې نیمایي قضیې ابتدایه محکمې ته رسېدلي او د ټولو مستندو قضیو د مرتکبینو شاوخوا ۴۰ سلنه محکوم شوي دي.

په راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې دیبرا لاینز له قوله ویل شوي: “ښکاره واقعیت دا دی چې ډیری ښځې او نجونې لاهم د هغه تاوتریخوالي عدالت نشي لیدلی چې دوی یې تجربه کوي، او له جزا څخه معافیت لاهم په عام ډول پاتې دی.”

یوناما ویلي چې له هرو پنځو ښځو څخه یوې پرېکړه کړې چې خپل قضیه د هیواد د عدلي او قضايي ادارو له لارې تعقیب نه کړي.

رپوټ کې راغلي چې د دولتي چارواکو لخوا د جرمونو د تعقیب په برخه کې د پاتې راتللو کچه خواشینونکې ده.

خو بل لوري ته د افغانستان لویې څارنوالۍ بیا د یومانا دغه راپور رد او له واقعیتونو لیري یاد کړی.

یوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په قانون کې دا صلاحاتو غوښتنه کړې ده چې په وینا یې چارواکو ته په قانون کې د راغلو ټولو جرایمو د پلټنې او تعقیب واک ورپه برخه او د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي جرایمو ته بنسټیزه ځواب ورکوونه پیاوړې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...