یمني چارواکو په منځني ختیځ کې له امریکا او شریکانو سره پر مقابلې او له حماس سره د حوثیانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
له بلې خوا سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا له خپلو شریکانو سره د بندیانو د خوشي کولو او په سیمه کې د کړکېچ د هواري لپاره جدي مذاکرات پیل کړي دي.
د یمن د سیاسي عالي شورای غړی، محمد علي الحوثي، په یوه غونډه کې اسراییل خپل امریکایي دښمن بللی او ویلي یې دي چې یمن په خپل ثابت دریځ د فلسطین له خلکو ملاتړ ته ژمن دي.
هغه ویلي چې امریکا د یمن پر خلاف د نویو جبهو د فعالولو په اړه د عمان له لارې صنعا ته یو ګواښونکی پیغام استولی دی.
د هغه په وینا، د جګړې پراخول او د محاذونو تحرک د یمن لپاره د امریکا له ګواښونو څخه دي، چې د غزې له خلکو د هغوی د ملاتړ په ځواب کې استول شوي دي.
“مونږ ټینګار کوو چې د امریکایانو هر ډول تېروتنه او حماقت له ناکامۍ سره مخامخ دي او د دښمن هېڅ ډول اقدام به د یمن ولس د غزې له خلکو سره د مرستې له ماموریته لاس پر سر نه کړي.”
د ویلو ده چې د یمن د وسله والو ځواکونو قومندان، محمد العاطفي هم پرون ویلي چې هېواد یې له امریکا او انګلستان سره اوږدمهاله مقابلې ته چمتو دی.
په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاند، جان کربي په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی له خپلو شریکانو سره د بندیانو د خلاصون او په سیمه کې د کړکېچ د هواري په اړه جدي خبرې کوي.
“ولسمشر جو بایډن حل ته د دوو دولتونو د رسېدو په اړه ډېر خوشبین دی او باور لري چې دا په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره غوره لاره ده.”
بلخوا حوثي چارواکي امریکا او شریکان یې په سیمه کې د کړکېچ په زیاتولو تورنوي او ټینګار کوي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د بریتانیا په ملاتړ په یمن کې د نویو بریدونو پلان لري.
دا یادونه هم ضروري ده چې په منځني ختیځ کې د نوي کړکېچ پیلامه د حماس او اسراییل ترمنځ جګړه بلل شوې چې د راپورونو له مخې تر دې دمه په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۲۶ زره ۷۵۱ فلسطینیان وژل شوي دي.