Home » سیمه او نړی » یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی شو

یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی شو

په ایران کې د حماس د سیاسی دفتر مشر، اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته حماس پرون (سه شنبې، د زمري ۱۶مه) یحیی سنوار د هنیه ځایناستی ټاکلی دی.

بلخوا اسراییلو سنوار د اکتوبر د اوومې نېټې د برید پر طرحه کولو تورن کړی، هغه برید چې د غزې د جګړې د پيل لامل شو.

د سنوار په داسې حال کې د هنیه ځایناستی اعلان شوی، چې منځنی ختیځ له پراخه ګواښونو سره مخ دی، ځکه ایران د هنیه وژل د اسراییلو کار بولي او ګواښ یې کړی چې له اسراییلو به غچ اخلي.

په ورته وخت کې د ایران له ملاتړه برخمنې د لبنان حزب‌الله ډلې هم ګواښ کړی چې له اسراییلو څخه به د یادې ډلې د قومندان، فواد شکر غچ اخلي.

فواد شکر د هنیه له وژلو څو ساعته وړاندې د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.

د حماس یو لوړ‎پوړي چارواکي «فرانس پرس» خبري اژانس ته ویلي چې د سنوار ټاکنه دا ښيي چې هغوی خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر، یسراییل کاټز ویلي چې د سنوار ټاکل د حماس د ژر ورکولو لپاره یو قانع کوونکی دلیل دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...