د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش د افغانستان په اړه خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې وضعيت ته په کتو سره په دې هېواد کې د ترهګرۍ د بيا احيا کېدو زيات احتمال شته.
نوموړي پرون په هسپانيې کې د ترهګرۍ ضد يوې غونډې ته ويلي، چې د اقرېقا په شمول په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو د فعاليت زياتوالی په يادو سيمو د ترهګرۍ د بيا احيا کېدو احتمال زياتوي او په خبره يې دا کار نه يوازې د سيمې، بلکې د ټولې نړۍ سولې او امنيت ته خطر دی.
ګوټيريش يادې غونډې ته په خپل وېډيويي پيغام کې زياته کړې، چې د بشري حقونو تحقق ته بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې په مرکزيت کې ځای ورکړل شي او زياته کړې يې ده، بايد اجازه ورنه کړل شي چې څوک بشري حقونو اغيزمن کړي.
په افغانستان کې د ترهګرۍ د بيا احيا کېدو په اړه دا اندېښنه داسې مهال مطرح کېږي، چې پرون د امريکا د پوځ لوی درستز مارک ميلي د دغه هېواد استازو جرګې ته د افغانستان د وضعيت له څارلو خبر ورکړی.
نوموړي ويلي، که له افغانستان څخه د ترهګرۍ خطر نورو هېوادونو ته متواجه شي، نو سملاسي به يې د دفعه کولو په موخه لاس په کار شي.