Home » افغانستان » ګوټيريش: د طالبانو له لوري د تېر حکومت کارکوونکو د وژلو کره شکايتونه ثبت شوي

ګوټيريش: د طالبانو له لوري د تېر حکومت کارکوونکو د وژلو کره شکايتونه ثبت شوي

ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې د دغه سازمان سرمنشي انتونيو ګوټيريش له قوله ويلي، داسې کره شکايتونه يې ترلاسه کړي چې له مخې يې طالبانو په افغانستان کې د مخکيني حکومت کارکوونکي او دغلته د دېره بهرنيو ځوکونو افغان همکاران وژلي دي.

ورېټرز خبري اژانس چې ياد راپور ته يې لاسرسی پيدا کړی ويلي، په دې وژل شويو کسانو کې مخکيني افغان سرتېري، حکومتي کارکوونکي او هغه کسان چې له بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی، وژلي.

په راپور کې د ګوټيريش له قوله زياته شوې، يوناما داسې کره شکايتونه ترلاسه کړي چې طالبانو پر عمومي بښنې سربېره هم د يادو کسانو د وژلو ترڅنګ، يو شمېر يې په زور له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي او ورسره يې بېلابېل ډول تاوتريخوالی هم کړی دی.

نوموړي ويلي چې د يادو وژنو دوه پر درېيمه برخه يې له قضايي پرېکړو پرته په خپلسرې توګه ترسره شوې دي.

ګوټيريش په افغانستان کې د ښځو حقونو او دغه راز مدني فعاليتونو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، دا مهال په افغانستان کې د ښځو پر حقونو او مدني اعتراضونو هم محدوديت لګول شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...