د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش د اوکرايني چارواکو هغه ادعا چې پر زاپوريژيا اټومي بټۍ يې د روسيې ځواکونو د بريد په اړه کړې، اندېښنموونکې وبلله او زياته يې کړه، چې دا کار د ځان وژنې د عمل په مانا دی.
نوموړي نن دوشنبه د (زمري په ۱۷مه) د جاپان په ټوکيو کې خبريالانو ته ويلي، چې د اروپا پر دې لويې اټومي بټۍ بريد اټومي خطر پېښ او زياتوي او په خبره يې دغه ډول بنسټونه بايد له هر ډول بريد خوندي وي.
ګوټريش دا هم ويلي، چې روسي ځواکونه بايد اجازه ورکړي څو د نړيوالې ټومي انرژۍ ادارې متخصصان د ارزونو په موخه د زاپوريژيا اټومي بټۍ ته لاسرسی پيدا کړي او مالومه کړي چې د يادو بريدونو په صورت کې دې بټۍ ته د رسېدلي زيان له امله د انساني زيان پېښېدو احتمال شته او که نه؟
پر نوموړې بټۍ د بريد په غبرګون کې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مشر مريانو ګروسي ويلي، چې پر اټومي بټيو دا ډول بريدونه هستوي ناورين رامنځته کوي او پايله به يې يوازې او يوازې انساني ژوند ته ژور زيان اړول وي.
نوموړي ټينګار کړی چې د يادې ادارې څېړنکي بايد د اروزنو په موخه د زاپوريژيا اټومي بټۍ ته چې د اروپا په کچه لويه اټومي بټۍ ده، لاسرسی پيدا کړي.
دغه پټۍ پر اوکراين د روسيې د بريد په لومړيو کې روسي ځواکونو ونيوله، خو تر اوسه يې فعاليت د اوکرايني کارکوونکو له لوري روان ساتل شوی دی.
پرون يکشنبه اوکرايني چارواکو دعوه وکړه، چې روسي ځواکونو يو وار بيا پر يادې بټۍ بريد کړی، خو روسيې برعکس دغه تور پر اوکرايني ځواکونو پورې کړی.