Home » افغانستان » ګورډن براون: اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې وضعيت له دې بدتر شي

ګورډن براون: اجازه نه ورکوو چې په افغانستان کې وضعيت له دې بدتر شي

د برېتانيا پخواني لومړي وزير ګورډن براون په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت او په ځانکړې توګه د ماشومانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، اجازه به ورنه کړي چې په دغه هېواد کې وضعيت نور هم خراب شي.

نوموړي پرون د سې‌شنبې په ورځ د (سلواغې په ۵مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، دامهال په افغانستان کې ميليونونه ماشومان له لوږې سره مخ دي اوا زياته کړې يې ده چې د برېتانيا حکومت يې پر وړاندې عمل کولی شي.

نوموړی داسې مهال د څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، که بېړني اقدامات ونه شي نو ښايي په افغانستان کې ۱ ميليون ماشومان د سختې لوږې له امله پر خوار ځواکۍ اخته شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...