Home » سیمه او نړی » ګوترش په باختري تړانګه کې د اسراییلو لخوا د بریدونو د ژر بندېدو غوښتنه کړې

ګوترش په باختري تړانګه کې د اسراییلو لخوا د بریدونو د ژر بندېدو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش نوي له اسراییلو غوښتي چې په باختر تړانګه کې خپل نظامي عملیات پایته ورسوي.

دا غوښتنه په سیمه کې د کړکېچونو له زیاتوالي سره سمه شوې ده.

د ګوترش دفتر چهارشنبې، د وږي ۷مه ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې عملیاتو د ژر درولو غوښتنه کړې او په ملکيانو د دې اقدام د منفي اغېزو په اړه یې جدي اندېښنې ښودلې دي.

د ګوترش ویاند، استفان دوجاریک مخکې اشاره کړې وه چې د اسراییلو نظامي عملیاتونه څلورو روغتونونو ته نږدې ترسره شوې دي او دا عملیات په دغه روغتونونو کې د روغتیایي کارکوونکو د محاصرې او کار د محدویت لامل شوی دی.

په داسې حال کې چې اسراییلو په دې وروستیو کې په باختر تړانګه کې یو لوی نظامي عملیات پیل کړی دی، د دې هېواد ځواکونو اعلان کړی دی، چې د دغه عملیاتو موخه «د هغه ترهګریزو سرچینو سره مقابله ده چې د ایران لخوا ملاتړ کېږي» چې په پایله کې شبه نظامي فلسطینیان ووژل شول.

په باختري تړانګه کې حالت د اندېښنې وړ بللی شوی او په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل څخه کړکېچونو د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

ګوترش د دې حالت په اړه اندېښنه ښودلې او د ملکیانو په ساتنې او بشري حقونو ته په درناوي یې ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...