دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي تمه لري چې پاکستان به طالبان با مفهومه خبرو ته وهڅوي.
د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په دې څوک سترګې نه شي پټولی.
د ګران هېواد په وینا پاکستان ټول هغه امکانات او وسایل په لاس کې لري چې پر مټ یې کولی شي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.
د نوموړي په خبره پاکستان ته په کار ده چې د سیمې د ارامۍ لپاره طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي او دلته د روانې جګړې په ختمولو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې له طالبانو سره اړیکه لري، خو پر دغه ډله واک نه لري. هغه ټینګار کړی چې پاکستان د سولې له خبرو ملاتړ کوي.