راشد خان یو ځل بیا د ګجرات ټایټنس لپاره په زړه پورې توپ اچونه وکړه؛ هغه په ۴ اورونو کې د ۲۶ منډې په ورکړې، یوازې یوه ویکټه ترلاسه کړې او ګجرات لوبډله بریا هم خپله کړه.
د آی پي ایل د ۱۶م پړاو ۱۸مه لوبه د ګجرات ټایټنس او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ګجرات د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د پنجاب لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
پنجاب کینګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۳ منډې وکړې، چې میتیو شارټ غوره توپوهنه وکړه، هغه ۳۶ منډې وکړې. همدا راز جیتش شرما ۲۵، سام کرن او شاه ره خان ۲۲-۲۲ زیاتې منډې وکړې.
د ګجرات تایټنس لوبډلې موهیت شرما غوره توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز راشد خان، جوش لېټل، محمد شامي او الزري جوزف بیا یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۵۴ منډو هدف په تعقیب ګجرات تایټنس زبردسته توپ وهنه وکړه او د ۴ ویکټو په زیان یې دغه هدف په وروستي کې په ۵م توپ پوره کړ او بریا یې خپله کړه، چې شبمن ګیل ۶۷ او ساها ۳۰ زیاتې منډې وکړې. پنجاب کینګز لوبډلې ته رباډا، سام کرن، ارشدیپ او هرپریت برار ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.