Home » افغانستان » ګارډين: افغانستان کې د نجونو لوړې زده‌کړې هم يوازې تر دوو پوهنځيو محدودېږي

ګارډين: افغانستان کې د نجونو لوړې زده‌کړې هم يوازې تر دوو پوهنځيو محدودېږي

ګارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په تړاو په خپل تازه راپور کې ويلي، که له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو بندښت همداسې دوام وکړي، نو په پوهنتونونو کې د نجونو پر ونډې به منفي اغيزې وکړي.

د ورځپاڼې د راپورو له مخې، که د نجونو ښوونځي تړلې پاتې شي، په راتلونکو کلونو کې به له ۱۲م ټولګي د فارغېدونکو جينکيو شمېر صفر او په دې توګه به نجونې پوهنتون ته د شاملېدو سند او اکاډميک ظرفيت ونه لري.

ګارډين د لوړو زده‌کړو وزارت د وياند مولوي احمد تقي له قوله ويلي، چې د نجونو ښوونځيو بندښت کولی شي په راتلونکو کلونو کې پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ مخه ونيسي.

تقي زياته کړې، چې له ۱۲م ټولګي د نجونو نه فارغېدو په صورت کې، په خپله په پوهنتونونو کې د نجونو شمېر کمېږي او د څو کلونو په تېرېدو سره به پوهنتونونه نوې نجوني زده‌کړيالانې ونه لري.

د تقي په خبره، د نجونو پر زده‌کړو بنديز لنډمهالی دی او تمه لري چې د پوهنې وزارت به د يوې طرحې په وړاندې کولو سره د نجونو پر مخ بېرته ښوونځي پرانيزي.

خو ګارډين طالبانو ته د يوې نږدې سرچينې له قوله ويلي، که د نجونو پر مخ تر ۱۲م ټولګي ښوونځي خلاص هم شي، نو يوازې او يوازې د طب او ښوونې او روزنې په پوهنځيو کې زده‌کړې وکولی شي.

ورځپاڼې د سرچينې دې خبرې په پام زياته کړې، چې دا کار د لوړو زده‌کړو په برخه کې پر نجونو محدوديت دی او له کبله به يې يوازې په يادو دوو پوهنځيو کې ورته د زده‌کړو اجازه وي او بس.

ورځپاڼې د ځينو پوهنتونونو د مسوولانو خبرې هم راخيستي او وايي، ياد مسوولان په هر پوهنځي کې د نجونو د زده‌کړو لپاره ښه چاپيريال رامنځته کولی شي.

د پوهنتونونو مسوولانو په خبره، د نجونو ښوونځيو د بندښت او دغه راز د لوړو زده‌کړو په برخه کې پر دوی د لګېدونکي محدوديت له امله ورېږي او په دې فکر کې دی، چې تر څو به نجونې له پامه غورځول کېږي؟

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...