د اوکراين لپاره د امريکا سفيره او ډيپلوماټان پرون دوشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۹مه) د نوموړي هېواد پلازمېنه کېف ته رسېدلي، څو دغلته د امريکا تړل شوی سفارت بېرته فعال کړي.
د اوکراين لپاره د امريکا سفيرې برجټ ای برېنک ويلي، چې د امريکا متحده ايالت په هر حالت کې له اوکراين او د دې هېواد له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
نوموړې زياته کړې، امريکا له اوکراين په دې موخه مرستې او همکارۍ کوي، چې دغه هېواد پر ځان تکيه او په خپله له اوکراينيانو دفاع وکړي او د ميرمن برېنک په خبره دا کار د امريکا په لومړيتوبونو کې دی.
امريکا وروسته له هغې په اوکراين کې خپل سفارت بېرته فعالوي، چې روسيې په اوکراين کې د خپل پرمختګ ادعا کړې او ويلي يې دي چې له اوکرايني ځواکونو څخه يې ګڼې سيمې نيولي دي.