د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معين عبدالحمن راشد وايي، چې دې وزارت د داخلي بېځایه شوو کورنيو ته د رسېدنې او د دوی د ستونزو حلولو په موخه جدي هڅې پيل کړي دي.
دې وزارت نن سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معين د نوموړي وزارت د تثبيت رياست له کارکوونکو سره په ناسته کې، د کورنيو بېځايه شوو ستونزو ته د دايمي حل لارو پر پيدا کولو ټينګار کړی.
نوموړي زياته کړې، چې بېځايه شوو کورنيو ته په غوره توګه د رسېدنې په موخه اړتيا ده، چې د تثبيت رياست ظرفيتي اړتيا پوره او دغه راز کارکوونکي يې بايد د موسسو له کاري پروګرامونو څارنه وکړي.
په خبرپاڼه کې د عبدالرحمن راشد له قوله ويل شوي، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکي دې په ريښتني توګه د خلکو پر وړاندې خپلو مسووليتونو ته متوجې شي.
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د تثبيت رئيس شمال خان عثماني ويلي، چې په روان ۱۴۰۱ لمريز کال کې شاوخوا ۲۸زره کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بېځايه شوې دي.
د نوموړي په خبره، په همدې کال کې بيا له ۷زره ډېرې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې او له ډلې يې له ۱۴۳ کورنيو سره مرستې هم شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ثبيت دغه رئيس په ټول هېواد کې د کورنيو بېځايه شوو شمېر ۳۶۰زره کورنۍ ياد کړی دی.