Home » افغانستان » کډوالو وزارت: څلور زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شول

کډوالو وزارت: څلور زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شول

د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه په جبري توګه او پخپله خوښه د څلور زره ۸۸۱ کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کډوال په تېرو دوو ورځو کې د نیمروز ولایت د ابرېشم پولې له لارې څخه هېواد ته راغلي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له راستنو شويو کډوالو ۵۷۹ اړمن کسان پېژندل شوي او د مرستې لپاره د نړیوال سازمان دفتر ته ورمعرفي شوي دي.

دې وزارت زیاته کړې چې له ۳۶ نورو کورنیو هم هرې یوې ۱۰ زره افغانۍ مرسته ترلاسه کړې ده.

د دې وزارت د مسوولانو په وینا چې یوشمېرو نورو کډوالو ته سیمکارټونه او روغتیایي خدمات چمتو شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په بله خبر پاڼه کې ویلي چې ۷۷۵ کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

د ویلو ده چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...