د بلوچستان په مرکز کووټې ښار کې پرون چهارشنبه ماښام مهال د (کب په ۱۱مه) چاودنه شوې، چې ۲۸ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکو ويلي چې ياده چاودنه پرون ماښام ۷ بجې شوې او د پوليسو يوه ځايي قومندان په ګډون په کې ۳ پوليس وژل شوي او ۲۵ تنه نور چې ډېری يې عام خلک دي، ټپيان شوي دي.
چارواکو زياته کړې چې چاودنه د کووټې اړوند په فاطمه جناح سيمه کې شوې ده. تر اوسه ځايي مسوولانو د يادې چاودنې د څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړي.
په کووټې کې د يوه روغتون ډاکټرانو چې د پېښې له ځای څخه ټپيان ور وړل شوي وو رسنيو ته ويلي، چې د ۶ تنو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دی او له همدې کبله ښايي د مړو په اوسني شمېر کې بدلون راشي.
تر اوسه کومې ډلې د يادې چاودنې مسووليت نه دی منلی؛ خو په بلوچستان کې د ورته ډېرو چاودنو او بريدونو مسووليت دغلته د فعالې بلوڅ بېلتونپالې ډلې له لوري منل شوی.