Home » افغانستان » کورنیو چارو وزارت: پولیسو ۵ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي
رویداد خبري آژانس

کورنیو چارو وزارت: پولیسو ۵ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي

کورنیو چارو وزارت وایي، د هیواد په څو ولایتونو کې یې پنځه کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندز، کندهار، ننګرهار او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

په ورته وخت کې بیا د ملي امنیت ځواکونه په ننګرهار ولایت کې ۲۱۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکې توکو د نیولو خبر ورکوي.

د یادونې ده چې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې هم په نیمروز او فراه ولایتونو کې شپږ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او وسلو پلور په تور نیولي و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...