دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې د سیمه ییزو پولیسو جوړښت له منځه وړي.
د کورنیو چارو وزارت وایې چې له ۲۴ زره محلي پولیسو ځینې به یې په ملي اردو کې جذب شي، پاتې نور به هم له ملي پولیسو سره یو ځای کړي او ځیني به په کور کېنول شي.
سیمه ییز پولیس له پیله له دې امله د خلکو له نیوکو سره مخ وو چې ګټور نه دي ثابت شوي او تر ډېره د سیمه ییزو زوراکو تابع دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، چې تر راتلونکو څلورو کلونو به پولیس د جګړې له ډګره خپلې اصلي دندې ته چې د قانون ټینګښت دی راوګرځي.
نوموړی وایې، که د سولې خبرې بریالۍ شي په افغان امنیتي ادارو کې طالب وسله والو ته ځای شته.
اوسمهال د پولیسو شمېر ۲۵۰ زره کسانو ته رسېږي، چې لویه برخه یې د جګړې په ډګر کې فعاله ده.