Home » افغانستان » کورنیو چارو وزارت:پر ارګ د راکیټي بریدونو اصلي طراح ونیول شو

کورنیو چارو وزارت:پر ارګ د راکیټي بریدونو اصلي طراح ونیول شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د لوی اختر په ورځ یې پر ارګ د راکیټي بریدونو اصلي طراح نیولی دی.

دغه وزارت نن یکشنبه (د زمري ۳مه نېټه ) د یوې اعلامیه په خپرولو سره ویلي چې د پولیسو ځانګړې قطعې په یو لړ عملیاتو کې د کابل ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې هغه کسان نیولي چې د اختر په لومړۍ ورځ یې پر ارګ د راکیټي بریدونو پلان طراحي کړی و.

د کورنیو جارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه وسله والو طالبانو طراحي کړي وو او نیول شوي کسان هم ددغه ډلې غړي دي.

د یاد وزارت په وینا ټولټال په دې تور څلور کسه نیول شوي چې تر دې وړاندې یې هم په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې هدفي بریدونه او ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي وو.

د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اختر د لمانځه د مراسمو پر مهال پر ارګ راکیټي بریدونه وشول چې تر دې دمه یې هېڅ ډلې مسوولیت نه دی منلی.

طالبانو هم د افغان حکومت پر وروستیو څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...