د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د څلورمې حوزې اړوند تایمني څلورلارې کې شوې چاودنې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې په دې پېښه کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د ارین په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې، په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته هغه مهال چاودنه ورکړل شوې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح موټریز کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
په دغه پېښه کې نوموړي ته زیان نه دی رسېدلی دی.
ارین زیاته کړې چې د افغانستان دښمنان به په ورته کړنو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي. طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.