Home » افغانستان » کورني حیوانات؛ ګټې، زیانونه او زموږ پر ژوند یې اغېز

کورني حیوانات؛ ګټې، زیانونه او زموږ پر ژوند یې اغېز

که په ټولیزه توګه وګورو په لومړي سر کې حیوانات په دوو ډلو، کورني او وحشي حیواناتو وېشل شوي. وحشي هغه دي چې معمولا په غرونو او ځنګلونو کې ژوند کوي، خو اهلي حیوانات بیا له انسانو سره په کورونو کې ژوند کوي.

یو شمېر وګړي د حیواناتو له ساتلو سره ډېره لېوالتیا لري او د بېلابېلو موخو لپاره په کورونو کې ورسره حیوانات ساتي، خو په کور کې د حیواناتو ساتل د ګټو ترڅنګ ګڼ شمېر زیانونه هم لري.

حلیمه احمدزۍ د حیواناتو له ساتلو سره د کلونو تجربه لري، هغه وایي: “موږ په کور کې بېلابېل حیوانات ساتو، لکه غوا، وزې، مېږې او نور.”
حلیمه وایي چې د دوی اقتصادي حالت ښه نه دی د همدې غوا په شیدو او مستو د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو احمدزۍ زیاتوي، “څه وخت وړاندې مې مور ډېره ناروغه شوه له معایناتو وروسته ښکاره شوه چې مور مې په حیواني معرقه اخته شوې ده.”

په دې اړه ویترنر حسیب الله تره‌کی وایي: “کورني څاروي کولی شي انسانانو ته ډېری روغتیایي خطرونه پېښ کړي، لکه د لېوني سپي ناروغي، الرژي چې د ادرار او لعاب کولی شي په حساسو اشخاصو کې دالرجیکو عکس العملونو او د سالنډي لامل شي.”

د ښاغلي ترکي په وینا، “ښایي کورني حیوانات پرازیټونه، لکه مچان او چینجي ولري چې د انسان پر روغتیا اغېزه کولی شي. د خوړو څخه پیدا شوې ناروغۍ لکه، د څارویو د محصولاتو ناسم اداره کول د (خامې غوښې، خامې شېدو)خوړل هم د ناروغیو لامل کېږي.”

په کور کې د حیواناتو ساتنه د انسان روغتیا ته د زیان رسولو سربېره چاپیریال، هوا او د څښاک اوبو ته هم د زیان رسولو لامل کېږي. حسیب الله تره‌کی په دې اړه زیاتوي: “د څارویو کثافات کولی شي د اوبو سرچینې ککړې کړي او د ناروغیو په خپرېدو کې مرسته کوي. په انسانونو کې د تنفسي ستونزو پیدا کول، ځکه چې په چاپیریال کې د امونیا او کاربن ډای اکسایډ پیدا کول، که فاضله موادو ډېر وخت په یو ځای پاتې شي د خاورې د خرابوالي لامل کېږي او د اوبو په سرچینو مستقیمه اغېزه کوي.”

بلخوا د هرې ټولنې کلتوري باورونو ته په کتو، په کور کې د حیواناتو، څارویو او الوتونکو د ساتلو په تړاو بېلابېل نظرونه شته. روقیه فنا د کابل په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوي. هغه د کورنیو حیواناتو په اړه وايي: “له هغې وخته چې زه په ښه او بد پوهېږم، موږ زرک ساتړ، ځکه زما انا وایي چې د زرک ساتل په کور کې اړین دي، که په کوم کور کوډې (جادو) وشي، نو زرک مړ کېږي او کورواله پوهېږي چې په موږ جادو شوی.”

په کور کې د حیواناتو د ساتلو په اړه دیني عالم، دوکتور اواب صافی بیا وايي: “د اسلام له نظره په کور کې د هغو حیواناتو ساتل چې د انسانانو لپاره ګټور دي هېڅ ستونزه نه لري.”
د ښاغلي صافي په وینا:” دا هم اړینه ده چې انسان خپلې روغتیا ته پام وکړي او له ناروغو حیواناتو ځان لرې وساتي.”

د ویلو ده چې د کورنیو حیواناتو د ساتلو په اړه یو شمېر ارواپوهانو هم خپل نظرونه ورکړي. استاد شرف الدین عظیمي په کور کې د حیواناتو ساتل په ځینو حالاتو کې مضر او په ځینو نورو کې ګټور بللي دي.
ښاغلی عظیمي وایي، هغه کسان چې کورنیو حیواناتو سره سروکار لري، سټرس او رواني فشار یې کم او با مسوولیته وي، خو په وینا یې چې په ژوند کې ډېر داسې حالات هم راځي چې له ګټو یې زیان ډېر وي او پکار ده چې له دغه فعالیت (د اهلي حیواناتو له ساتنې) سره واټن واخیستل شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...