Home » افغانستان » کورنيو چارو وزارت پوليسو ته د رسمي يونيفورم د توضيح لړۍ پيل کړه

کورنيو چارو وزارت پوليسو ته د رسمي يونيفورم د توضيح لړۍ پيل کړه

د سرپرست حکومت کورنيو چارو وزارت نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د يوه خبري کنفرانس له لارې رسما پوليسو ته د يونيفورم د توضيح کولو لړۍ د پيل خبر ورکړ.

د کورنيو چارو وزارت د مسوولانو په خبره، دغه يونيفورم د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخندزاده لوري تائيد شوی او په څو پړاوونو کې به د کورنيو چارو وزارت اړوند نظامي پرسونل ته توضيح شي.

د دې وزارت وياند عبدالمنافع ټکور وايي، د يونيفورم په تړاو قراداد له يوه کورني شرکت سره شوی او چمتوو شوی يونيفورم په افغانستان کې دننه جوړ شوی دی.

نوموړی زياتوي چې له کورني شرکت سره د يونيفورم د چمتوو کولو قرارداد له مخې، پوليسو ته د چمتوو شوي يونيفورم په لګښت کې ۷۵ سلنه کموالی راغلی دی.

د کورنيو چارو وزارت چارواکو زياته کړه، چې دامهال ۲۰زره پوليسو ته يونيفورم چمتوو شوی او د توضيح لړۍ به يې سر له نن چهارشنبې په کابل او کندهار کې پيل او په چټکۍ سره به ټولو ولايتونو ته هم وغځول شي.

له دې سره د کورنيو چارو وزارت مرستيال نور جلال جلالي ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې د ايران له لوري د هغو نظامي وسايطو او مهماتو سپارلو ته اشارې سره چې واک ته د اسلامي امارت بيا رسېدو پرمهال دې هېواد ته وړل شوي وو وويل، چې له يو شمېر هغو نورو ګاونډيو هېوادونو سره هم د يادو وسايطو او مهماتو د بېرته ترلاسه کولو په موخه خبرې روانې دي، کوم چې د سياسي بدلون پرمهال يادو هېوادونو ته وړل شوي وو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...